دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 278860
د ۴۰۰ بستریز روغتون جراحانو په بریالیتوب سره د "دماغ تومور" عملیات ترسره کړل
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، چې د شهید سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون د عصبي جراحۍ ډاکټرانو د مغزي تومور پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د عامې روغتیا ریاست د رهبرۍ د هڅو په پایله کې د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د عصبي جراحۍ ډاکټران د "دماغي تومور" پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل او دا مهال د ناروغ روغتیايي حالت ښه دی.
 
د چارواکو په وینا، د شهید سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون کارکوونکي د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره هېوادوالو او ملي اردو ته خدمت کوي.
 
https://avapress.com/vdcg379xzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته