کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې دولس لرغوني اثار کشف شول

30 میزان 1402 ساعت 12:26

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۱۲ لرغوني اثار یې کشف او د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.


آوا: د سمنګان ولایت د اسلامی امارت سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې د ایبک په ښار کې ۱۲ لرغوني اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.
 
د چارواکو په وینا په دې اثارو کې بتان، شمعې، توره، ماجمه، چاقو، د تورو خولۍ او داسې نور لرغوني اثار شامل دي چې د کوشاني دورې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم لرغوني اثار موندل شوي او په کابل کې د افغانستان ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
 


د مطلب کود: 278908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278908/په-سمنګان-کې-دولس-لرغوني-اثار-کشف-شول

آوا
  https://www.avapress.com