دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 278908
په سمنګان کې دولس لرغوني اثار کشف شول
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۱۲ لرغوني اثار یې کشف او د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان ولایت د اسلامی امارت سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې د ایبک په ښار کې ۱۲ لرغوني اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.
 
د چارواکو په وینا په دې اثارو کې بتان، شمعې، توره، ماجمه، چاقو، د تورو خولۍ او داسې نور لرغوني اثار شامل دي چې د کوشاني دورې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم لرغوني اثار موندل شوي او په کابل کې د افغانستان ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyoe8ouqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته