کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړ

2 عقرب 1402 ساعت 11:39

د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان کړی چې د دې ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د استراخان په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د ریل پټلۍ د ریاست ویاندې سمیع درانی وویل: د دغه سفر په ترڅ کې به د ریل پټلۍ عمومي رئیس د ستراخان په نړیوال فورم کې وینا وکړي.
 
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، د هېواد د اورګاډي د ادارې رييس په دې کتنه کې د دغې ادارې لاسته راوړنې منعکسې کړې او د دغه فورم له ګډونوالو څخه يې هم وغوښتل چې د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ د پروژو په جوړولوکې پانګونه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره هڅه کوي، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ په پروژو کې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
 


د مطلب کود: 279052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279052/د-افغانستان-ریل-پټلۍ-رئیس-یوه-پلاوي-په-مشرۍ-روسیې-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com