دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 279052
د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړ
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان کړی چې د دې ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د استراخان په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ریل پټلۍ د ریاست ویاندې سمیع درانی وویل: د دغه سفر په ترڅ کې به د ریل پټلۍ عمومي رئیس د ستراخان په نړیوال فورم کې وینا وکړي.
 
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، د هېواد د اورګاډي د ادارې رييس په دې کتنه کې د دغې ادارې لاسته راوړنې منعکسې کړې او د دغه فورم له ګډونوالو څخه يې هم وغوښتل چې د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ د پروژو په جوړولوکې پانګونه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره هڅه کوي، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ په پروژو کې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
 
https://avapress.com/vdcamonuu49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته