کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو شپږو میاشتو کې په پنجشیر کې ۱۷۷۹ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

2 عقرب 1402 ساعت 13:37

د اسلامي امارت د عامې روغتیا ریاست په پنجشیر ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې د ۱۷۷۹ ماشومانو د خوارځواکۍ د ثبت خبر ورکړی دی.


آوا: د اسلامی امارت د پنجشیر ولایت د عامی روغتیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ناروغو ماشومانو اکثره عمرونه له پنځو کلونو کم دی.
 
د پنجشېر د عامې روغتيا رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شمېر خوارځواکي ماشومان د رخې په روغتون او د پنجشير په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
 
دغه ریاست زیاته کړه چې کافي اسانتیاوې نه لري.
 
د ماشومانو خوارځواکي د بې وزلۍ او کافي خوراکي توکو ته د کورنیو د نه لاسرسي له امله ګڼل کیږي.
 
په هیواد کې د خوارځواکۍ د ماشومانو شمیر لوړ دی.
 
په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د روان کال د میزان په ٢٧مه خپور کړى، ښيي چې په افغانستان کې د حاد خوارځواکۍ د ناروغانو شمېر څلور ميليونو تنو ته رسېږي. د دوی په منځ کې ۳.۲ میلیونه یې ماشومان دي.
 


د مطلب کود: 279069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279069/په-تېرو-شپږو-میاشتو-کې-پنجشیر-۱۷۷۹-ماشومان-خوارځواکۍ-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com