دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 279069
په تېرو شپږو میاشتو کې په پنجشیر کې ۱۷۷۹ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
د اسلامي امارت د عامې روغتیا ریاست په پنجشیر ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې د ۱۷۷۹ ماشومانو د خوارځواکۍ د ثبت خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د پنجشیر ولایت د عامی روغتیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ناروغو ماشومانو اکثره عمرونه له پنځو کلونو کم دی.
 
د پنجشېر د عامې روغتيا رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شمېر خوارځواکي ماشومان د رخې په روغتون او د پنجشير په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
 
دغه ریاست زیاته کړه چې کافي اسانتیاوې نه لري.
 
د ماشومانو خوارځواکي د بې وزلۍ او کافي خوراکي توکو ته د کورنیو د نه لاسرسي له امله ګڼل کیږي.
 
په هیواد کې د خوارځواکۍ د ماشومانو شمیر لوړ دی.
 
په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د روان کال د میزان په ٢٧مه خپور کړى، ښيي چې په افغانستان کې د حاد خوارځواکۍ د ناروغانو شمېر څلور ميليونو تنو ته رسېږي. د دوی په منځ کې ۳.۲ میلیونه یې ماشومان دي.
 
https://avapress.com/vdciq3ar3t1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته