کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې یو کس د خپل زوی د کور له زندانه راخوشې شو

2 عقرب 1402 ساعت 16:24

د بغلان امنيتي چارواکي وايي، چې يو کس يې له يو کال او درېيو مياشتو وروسته د خپل زوى له منګولو وژغوره.


آوا - مزارشریف: د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم نن دوشنبه د عقرب په ۲مه، آوا ته وویل چې دغه بوډا د دغه ولایت په حسین خېلو سیمه کې اوسېده او يو کال او درېيو مياشتو راهيسې پلخمري په يوه ويجاړه کوټه کې بندي و.
 
د هغه په ​​وينا، دغه بوډا په داسې يوه خونه کې بندي و، چې حتا حيوانات هم ژوند نه شي کولاى، چې ځايي خلکو پوليسو ته خبر ورکړ او امنيتي ځواکونو يې خوشې کړ.
 
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر زياته کړه چې د خپل زوى له خوا د دغه سړي د بندي کولو علت معلوم نه دى او د پوليسو څېړنې روانې دي.
 
  خو خادم وايي چې دغه بوډا په رواني ستونزو اخته دی.
 


د مطلب کود: 279090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279090/په-بغلان-کې-یو-کس-د-خپل-زوی-کور-له-زندانه-راخوشې-شو

آوا
  https://www.avapress.com