دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 279090
په بغلان کې یو کس د خپل زوی د کور له زندانه راخوشې شو
د بغلان امنيتي چارواکي وايي، چې يو کس يې له يو کال او درېيو مياشتو وروسته د خپل زوى له منګولو وژغوره.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم نن دوشنبه د عقرب په ۲مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه بوډا د دغه ولایت په حسین خېلو سیمه کې اوسېده او يو کال او درېيو مياشتو راهيسې پلخمري په يوه ويجاړه کوټه کې بندي و.
 
د هغه په ​​وينا، دغه بوډا په داسې يوه خونه کې بندي و، چې حتا حيوانات هم ژوند نه شي کولاى، چې ځايي خلکو پوليسو ته خبر ورکړ او امنيتي ځواکونو يې خوشې کړ.
 
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر زياته کړه چې د خپل زوى له خوا د دغه سړي د بندي کولو علت معلوم نه دى او د پوليسو څېړنې روانې دي.
 
  خو خادم وايي چې دغه بوډا په رواني ستونزو اخته دی.
 
https://avapress.com/vdccooqix2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته