کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د چهارمغز په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی

3 عقرب 1402 ساعت 15:24

د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست شمېرې ښيي چې د دغه ولایت د چهارمغز د مېوې حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوي دي.


آوا - کابل: د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نن چهارشنبه د عقرب ۳مه، په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: د دغه ریاست احصایې ښيي چې په دغه ولایت کې د چهارمغزو د میوو حاصلات په سلو کې ډیر شوي او د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم ویلي چې دغه احصایې د ولسوالۍ په کچه د توسعې د مامورینو له لارې د اټکل په توګه راټولې شوې دي. د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ۱۷۹۱ هکتاره ځمکې څخه شاوخوا ۴۴۷۸ مټریک ټنه چهارمغز حاصل شوی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د چهارمغز د حاصلاتو د زياتوالي يو عمده لامل مناسب اقلیم، د ګل کولو پر مهال د پسرلي د يخنۍ نشتوالى او د چهارمغز د باغونو زياتوالى دى.
 
بدخشان یو له غرنیو او سرسید ولایتونو څخه دی، چې د باغدارۍ او په ځانګړې توګه د چهارمغز لپاره مناسب پلاتفورم لري.
 


د مطلب کود: 279159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279159/په-بدخشان-ولایت-کې-د-چهارمغز-حاصلاتو-۲۵-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com