دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 279159
په بدخشان ولایت کې د چهارمغز په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست شمېرې ښيي چې د دغه ولایت د چهارمغز د مېوې حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نن چهارشنبه د عقرب ۳مه، په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: د دغه ریاست احصایې ښيي چې په دغه ولایت کې د چهارمغزو د میوو حاصلات په سلو کې ډیر شوي او د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم ویلي چې دغه احصایې د ولسوالۍ په کچه د توسعې د مامورینو له لارې د اټکل په توګه راټولې شوې دي. د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ۱۷۹۱ هکتاره ځمکې څخه شاوخوا ۴۴۷۸ مټریک ټنه چهارمغز حاصل شوی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د چهارمغز د حاصلاتو د زياتوالي يو عمده لامل مناسب اقلیم، د ګل کولو پر مهال د پسرلي د يخنۍ نشتوالى او د چهارمغز د باغونو زياتوالى دى.
 
بدخشان یو له غرنیو او سرسید ولایتونو څخه دی، چې د باغدارۍ او په ځانګړې توګه د چهارمغز لپاره مناسب پلاتفورم لري.
 
https://avapress.com/vdciw3ar3t1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته