کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په آقينه بندر کې د بې کيفيته نفتي توکو لسګونه کانټينرونه درول شوي دي

4 عقرب 1402 ساعت 11:42

د آقينې بندر د نورم او سټنډرډ رياست مسوولين وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د ټيټ کيفيته نفتي توکو ٨٠ کانټينرونه بند کړي، چې له ترکمنستان څخه دغه بندر ته داخلېدل.


آوا - مزار شریف: د آقینې بندر د نورم او سټنډرډ څانګې مشر عارف عرفانی وایی، چې د نفتی توکو د دغو کانتینرونو د بندیدو لامل یې خراب کیفیت دی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې اړه يې له مرکز سره خبرې کړې او تر پرېکړې وروسته به يې بېرته ترکمنستان ته ولېږدول شي.
 
خو په اقينه کې د نفتي توکو واردونکي وايي، چې د نفتي توکو د چک کولو پروسه بايد ژر تر ژره ترسره شي او د وخت له ضايع کېدو ډډه وشي.
 
په همدې حال کې هره ورځ له ترکمنستان څخه د نفتي توکو او سوداګریزو توکو سلګونه واګونونه د آقیني بندر ته داخلیږي.
 


د مطلب کود: 279208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279208/په-آقينه-بندر-کې-د-بې-کيفيته-نفتي-توکو-لسګونه-کانټينرونه-درول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com