دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 279208
په آقينه بندر کې د بې کيفيته نفتي توکو لسګونه کانټينرونه درول شوي دي
د آقينې بندر د نورم او سټنډرډ رياست مسوولين وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د ټيټ کيفيته نفتي توکو ٨٠ کانټينرونه بند کړي، چې له ترکمنستان څخه دغه بندر ته داخلېدل.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د آقینې بندر د نورم او سټنډرډ څانګې مشر عارف عرفانی وایی، چې د نفتی توکو د دغو کانتینرونو د بندیدو لامل یې خراب کیفیت دی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې اړه يې له مرکز سره خبرې کړې او تر پرېکړې وروسته به يې بېرته ترکمنستان ته ولېږدول شي.
 
خو په اقينه کې د نفتي توکو واردونکي وايي، چې د نفتي توکو د چک کولو پروسه بايد ژر تر ژره ترسره شي او د وخت له ضايع کېدو ډډه وشي.
 
په همدې حال کې هره ورځ له ترکمنستان څخه د نفتي توکو او سوداګریزو توکو سلګونه واګونونه د آقیني بندر ته داخلیږي.
 
https://avapress.com/vdcdzn0xjyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته