کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

4 عقرب 1402 ساعت 15:06

د شمال د ډبرو سکرو اداره وايي، د روان کال په شپږو مياشتو کې د دغه رياست عوايد د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځوس سلنه زيات شوي دي.


آوا - مزارشریف: د شمال د ډبرو سکرو ریاست وایی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې دې ادارې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه شمېر شاوخوا ۶۵ میلیونه وو.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رييس مولوي عبدالله حميد وويل چې دوى هڅه کوي د زياتو ظرفيتونو په جوړولو سره د ډبرو سکرو د کانونو د عايداتو کچه لوړه کړي.
 
د شمال د ډبرو سکرو شرکت کارکوونکی غلام سخي هم وايي، چې اوس د ډبرو سکرو د استخراج پروسه له تخنیکي پلوه دوام لري.
 
بايد يادونه وشي، چې معدني عوايد په ځانګړې توګه د ډبرو سکاره د هېواد له مهمو عوايدو څخه دي.
 


د مطلب کود: 279229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279229/د-هېواد-په-شمال-کې-ډبرو-سکرو-عوایدو-۵۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com