دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 279229
د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د شمال د ډبرو سکرو اداره وايي، د روان کال په شپږو مياشتو کې د دغه رياست عوايد د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځوس سلنه زيات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د شمال د ډبرو سکرو ریاست وایی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې دې ادارې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه شمېر شاوخوا ۶۵ میلیونه وو.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رييس مولوي عبدالله حميد وويل چې دوى هڅه کوي د زياتو ظرفيتونو په جوړولو سره د ډبرو سکرو د کانونو د عايداتو کچه لوړه کړي.
 
د شمال د ډبرو سکرو شرکت کارکوونکی غلام سخي هم وايي، چې اوس د ډبرو سکرو د استخراج پروسه له تخنیکي پلوه دوام لري.
 
بايد يادونه وشي، چې معدني عوايد په ځانګړې توګه د ډبرو سکاره د هېواد له مهمو عوايدو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته