کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیستل شو

6 عقرب 1402 ساعت 13:21

په کندز کې د اسلامي امارت د روغتیا مسؤلینو په دغه ولایت کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیست.


آوا - مزارشریف: په کندز کې د اسلامی امارت د روغتیا مسؤلینو په دغه ولایت کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیست.
 
د چارواکو په وینا په دې مرکز کې به د بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د هموفیلیا ناروغان تداوي کېږي.
 
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا چارواکو هم د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۳ مه د مزارشریف ښار د ابو علي سینا بلخي په روغتون کې د هموفیلیا د درملنې څانګه پیل کړه.
 
په بلخ او کندز ولایتونو کې د درملنې د دغو دوو څانګو له پرانستلو وړاندې یوازې د کابل په روغتونونو کې د هموفیلیا څانګه فعاله وه او د دې ناروغۍ ناروغان د درملنې لپاره د هېواد له شمال څخه مرکز ته راتلل.
 


د مطلب کود: 279316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279316/په-کندز-کې-د-هموفیلیا-درملنې-لومړنی-مرکز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com