دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 279316
په کندز کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیستل شو
په کندز کې د اسلامي امارت د روغتیا مسؤلینو په دغه ولایت کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیست.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په کندز کې د اسلامی امارت د روغتیا مسؤلینو په دغه ولایت کې د هموفیلیا د درملنې لومړنی مرکز پرانیست.
 
د چارواکو په وینا په دې مرکز کې به د بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د هموفیلیا ناروغان تداوي کېږي.
 
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا چارواکو هم د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۳ مه د مزارشریف ښار د ابو علي سینا بلخي په روغتون کې د هموفیلیا د درملنې څانګه پیل کړه.
 
په بلخ او کندز ولایتونو کې د درملنې د دغو دوو څانګو له پرانستلو وړاندې یوازې د کابل په روغتونونو کې د هموفیلیا څانګه فعاله وه او د دې ناروغۍ ناروغان د درملنې لپاره د هېواد له شمال څخه مرکز ته راتلل.
 
https://avapress.com/vdcdfn0x9yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته