کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویې لارې د دریمې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې، چې ۲۱،۳ کیلومتره اوږدوالی لري

6 عقرب 1402 ساعت 13:32

د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لويې لارې د درېيمې برخې د بيارغونې چارې يې پيل کړې، چې له خانجان ولسوالۍ څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې غځېدلې او ٢١،٣ کيلومتره اوږدوالى او اووه متره سور لري.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت نن شنبه (عقرب ۶ ) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: د سالنګ لویې لارې د دریمې برخې د بیارغونې چارې چې له خانجان ولسوالۍ څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې غځیږي، او ۲۱.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، کار یې پیل شوی دی.
 
دغه وزارت زياته کړه چې د سړک د دې برخې د بيارغونې په کارونو کې مصنوعي ودانۍ، پل او پلچکونه، کانکريټي جمپونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د دغې لویې لارې د بیارغونې د چارو د پرانېستې پر مهال د ۱۶ نمبر تونل څخه هم لیدنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې د کار د سرعت، کیفیت او پر خپل وخت د بشپړېدو لارښوونه وکړه.
 
د يادونې ده، چې د سالنګ لويې لارې د ٨٠ کيلومتره سړک د بيارغونې چارې شاوخوا درې مياشتې وړاندې پيل شوې وې.
 
 


د مطلب کود: 279319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279319/د-سالنګ-لویې-لارې-دریمې-برخې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې-چې-۲۱-۳-کیلومتره-اوږدوالی-لري

آوا
  https://www.avapress.com