دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 279319
د سالنګ لویې لارې د دریمې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې، چې ۲۱،۳ کیلومتره اوږدوالی لري
د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لويې لارې د درېيمې برخې د بيارغونې چارې يې پيل کړې، چې له خانجان ولسوالۍ څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې غځېدلې او ٢١،٣ کيلومتره اوږدوالى او اووه متره سور لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت نن شنبه (عقرب ۶ ) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: د سالنګ لویې لارې د دریمې برخې د بیارغونې چارې چې له خانجان ولسوالۍ څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې غځیږي، او ۲۱.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، کار یې پیل شوی دی.
 
دغه وزارت زياته کړه چې د سړک د دې برخې د بيارغونې په کارونو کې مصنوعي ودانۍ، پل او پلچکونه، کانکريټي جمپونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د دغې لویې لارې د بیارغونې د چارو د پرانېستې پر مهال د ۱۶ نمبر تونل څخه هم لیدنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې د کار د سرعت، کیفیت او پر خپل وخت د بشپړېدو لارښوونه وکړه.
 
د يادونې ده، چې د سالنګ لويې لارې د ٨٠ کيلومتره سړک د بيارغونې چارې شاوخوا درې مياشتې وړاندې پيل شوې وې.
 
 
https://avapress.com/vdcgqy9xyak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته