کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت ۸۹ پوځي وسایط ترمیم کړل

6 عقرب 1402 ساعت 13:54

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو د تخنیکي ټیم غړو لسګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې ۸۹ بېلابېل پوځي وسایط یې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د عقرب ۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وسایطو کې ۵۵ ټانګونه، ۲۵ نړیوال عرادې موټر او ۹ ټېلر ډوله موټر شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه قول اردو د تخنیکي ټیم له خوا په زیاته اندازه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
 


د مطلب کود: 279323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279323/ملي-دفاع-وزارت-۸۹-پوځي-وسایط-ترمیم-کړل

آوا
  https://www.avapress.com