دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 279323
ملي دفاع وزارت ۸۹ پوځي وسایط ترمیم کړل
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو د تخنیکي ټیم غړو لسګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې ۸۹ بېلابېل پوځي وسایط یې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د عقرب ۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وسایطو کې ۵۵ ټانګونه، ۲۵ نړیوال عرادې موټر او ۹ ټېلر ډوله موټر شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه قول اردو د تخنیکي ټیم له خوا په زیاته اندازه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb59b5frhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته