کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان رسمي اقتصادي پلاوی کابل ته راورسېد

7 عقرب 1402 ساعت 11:05

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ازبکستان جمهوریت رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف په مشرۍ نن سهار (یکشنبه، عقرب ۷) د لا زیاتو اقتصادي همکاریو په موخه کابل ته راغلی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، عقرب ۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د کانونو، ټرانسپورټ او صنایعو وزیران په شمول ۴۵ تنه شامل دي.
 
د صنایعو وزارت کابل ته د ازبکستان جمهوریت د پلاوي د رسمي سفر موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي ستونزو د حل موندل او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.
 
باید وویل شي، چې ازبکستان له اسلامي امارت سره اقتصادي، سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.
 


د مطلب کود: 279380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279380/د-ازبکستان-رسمي-اقتصادي-پلاوی-کابل-ته-راورسېد

آوا
  https://www.avapress.com