دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 279380
د ازبکستان رسمي اقتصادي پلاوی کابل ته راورسېد
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ازبکستان جمهوریت رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف په مشرۍ نن سهار (یکشنبه، عقرب ۷) د لا زیاتو اقتصادي همکاریو په موخه کابل ته راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، عقرب ۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د کانونو، ټرانسپورټ او صنایعو وزیران په شمول ۴۵ تنه شامل دي.
 
د صنایعو وزارت کابل ته د ازبکستان جمهوریت د پلاوي د رسمي سفر موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي ستونزو د حل موندل او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.
 
باید وویل شي، چې ازبکستان له اسلامي امارت سره اقتصادي، سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.
 
https://avapress.com/vdcevo8w7jh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته