کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال پروګرام په یوه کال کې په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده

9 عقرب 1402 ساعت 10:05

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبه د میزان ۸ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلی چې سږ کال د پراخ مالی بحران له امله د خوراکی توکو مرسته ۱۰ میلیونه ټنه کمه شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، تېر کال ۲۳ میلیونه افغان وګړو د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.
 
څه موده وړاندې دغه سازمان اعلان وکړ، چې اټکل کېږي په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له جدي خوندیتوب سره مخ دي.
 
په داسې حال کې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو دغې ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو کورنیو ته د مرستو کچه راټیټه کړې ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د هرات زرګونه زلزله ځپلي د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري او په سړه هوا کې بهر خوب کولو ته اړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 279503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279503/نړیوال-پروګرام-په-یوه-کال-کې-افغانستان-څه-باندې-۲۳-میلیونه-خلکو-ته-د-خوراکي-توکو-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com