دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 279503
نړیوال پروګرام په یوه کال کې په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبه د میزان ۸ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلی چې سږ کال د پراخ مالی بحران له امله د خوراکی توکو مرسته ۱۰ میلیونه ټنه کمه شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، تېر کال ۲۳ میلیونه افغان وګړو د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.
 
څه موده وړاندې دغه سازمان اعلان وکړ، چې اټکل کېږي په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له جدي خوندیتوب سره مخ دي.
 
په داسې حال کې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو دغې ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو کورنیو ته د مرستو کچه راټیټه کړې ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د هرات زرګونه زلزله ځپلي د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري او په سړه هوا کې بهر خوب کولو ته اړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b5frhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته