د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د اسلامي امارت د رهبري هیئت د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
د هلمند پخوانی والي د اسلامي امارت د خاصو ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو
9 عقرب 1402 ساعت 13:43
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د اسلامي امارت د رهبري هیئت د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت د حکم په اساس د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د ملا هیبت الله اخندزاده د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د هلمند پخوانی مرستیال والي مولوي عبدالرحمن کندزی د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د مطلب کود: 279524