افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت د حکم په اساس د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د ملا هیبت الله اخندزاده د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د هلمند پخوانی مرستیال والي مولوي عبدالرحمن کندزی د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.