کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال:

که مسلمانان یو واحد ځواک وی، هیڅ اسلامی هیواد به اشغال نه شي

9 عقرب 1402 ساعت 15:01

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، که مسلمانان یو متحد ځواک وای، نو پر فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو به هېڅکله هم برید نه واي شوي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر بنسټ چې د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۹ مه خپره شوه، ښاغلي ستانکزي دا خبره د ترکیې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د فعالو سازمانونو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې وکړه.
 
هغه ټینګار وکړ چې ټول مسلمانان وروڼه دي او په بی اتفاقي کې هیڅ ګټه نشته.
 
ښاغلي ستانکزي وویل، چې افغانستان یوازې له نیمې پېړۍ جګړې راوتلی، چې په ترڅ کې یې اقتصادي بنسټونه او هر ډول ملي شتمنۍ له منځه تللې دي.
 
هغه دغه راز څرګنده کړه چې د اسلامي نظام په حاکميت او امنيت سره سوداګري او صنعت ښه پر مخ ځي او خيريه بنسټونه په ډاډه زړه خدمتونه وړاندې کولى شي.
 


د مطلب کود: 279545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279545/مسلمانان-یو-واحد-ځواک-وی-هیڅ-اسلامی-هیواد-اشغال-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com