دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 279545
که مسلمانان یو واحد ځواک وی، هیڅ اسلامی هیواد به اشغال نه شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، که مسلمانان یو متحد ځواک وای، نو پر فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو به هېڅکله هم برید نه واي شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر بنسټ چې د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۹ مه خپره شوه، ښاغلي ستانکزي دا خبره د ترکیې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د فعالو سازمانونو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې وکړه.
 
هغه ټینګار وکړ چې ټول مسلمانان وروڼه دي او په بی اتفاقي کې هیڅ ګټه نشته.
 
ښاغلي ستانکزي وویل، چې افغانستان یوازې له نیمې پېړۍ جګړې راوتلی، چې په ترڅ کې یې اقتصادي بنسټونه او هر ډول ملي شتمنۍ له منځه تللې دي.
 
هغه دغه راز څرګنده کړه چې د اسلامي نظام په حاکميت او امنيت سره سوداګري او صنعت ښه پر مخ ځي او خيريه بنسټونه په ډاډه زړه خدمتونه وړاندې کولى شي.
 
https://avapress.com/vdchkwnim23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته