دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 276245
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له نړیوالې ټولنې څخه د پوهنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د یونیسف له استازي فران اکیزا سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه او دوست هېوادونه باید له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په برخو کې د مرستې لپاره اقدام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ احمد ضیا تکل په خپل ایکس پاڼه کې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د دغه وزارت له سیاسی مرستیالل په افغانستان کې د یونیسف استازي فران اکیزا سره کتلي اوویلي دي، چې نړیواله ټولنه او دوست هېوادونه باید له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په برخو کې مرستې وکړي.
 
د ښاغلي ستانکزي په وینا، د جګړو په کلونو کې د افغانستان تعلیمي، روغتیايي او کرنیز بنسټونه زیانمن شوي او د هېوادوالو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
 
د تکل د لیکني له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال فران اکیزا ویلي چې یونیسف هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک په همکارۍ په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcba0b5srhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته