دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 276315
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: اسلامي امارت په ګاونډیو او سیمه کې په هیڅ ډول تروریستي فعالیتونو کې لاس نه لري
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت په ګاونډیو او سیمه کې په هیڅ ډول تروریستي فعالیتونو کې لاس نه لري، نو د سیمې د هېوادونو مشران باید پر اسلامي امارت تور پورې نه کړي چې د دوی په ناامنیو کې لاس لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د کام ایر هوايي شرکت د عملیاتو د شلمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په ګاونډیو او سیمه کې په هر ډول تروریستي فعالیتونو کې لاس نه لري، په همدې خاطر د سیمې د هېوادونو مشران باید پر اسلامي امارت د خپلو هېوادونو په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن نه کړي.
 
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې موږ ورته ژمن یو او په تاریخ کې لیکل شوي، چې هېڅ افغان له افغانستانه بهر په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري، دا بهرنیان وو، چې زموږ وطن ته راغلل او دا ستونزې یې رامنځته کړې.
 
هغه زیاته کړه، نړۍ اوس په دې پوه شوې، چې د افغانستان د اوسني بحران د حل یوازینۍ لار اسلامي امارت دی، چې د نظام او هېواد په وړاندې د تخریبي انتقادونو مخه ونیسي.
 
ستانکزي له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په بيارغونه کې ونډه واخلي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 
هغه په ​​دې اړه وویل: هغه هېوادونه چې په افغانستان کې پوځی ځواکونه لری او خپل پوځی ځواکونه یې په افغانستان کې کارولی او هر ډول وسلې یې په افغانستان کې کارولی، دا کار پر هغوی واجب دی او د دوحې د تړون له مخې هغوی هم مکلف دی چې افغانستان ته راشئ او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلئ.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdcjvme8iuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته