دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 275461
د امريکا متحده ايالات د اسلامي امارت د رسمیت پيژندلو مخه نيسي
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي دي چې د اسلامي امارت د رسمیت پيژندلو په لاره کې يواځيني خنډ امريکا ده . نوموړي ټینګار کړی، که امریکا اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، نور هېوادونه به هم اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې د امریکا متحده ایالات یوازینی خنډ دی.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکي ټینګار کړی، که امریکا اسلامي امارت په رسمیت وپيژني او په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي، نور هیوادونه به هم اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
 
ستانکزي زیاته کړه: کومې ناستې چې موږ له هېوادونو او په ځانګړې توګه د ناټو له هېوادونو او اروپايي ټولنې سره لرو، هغوی ورته وايي، چې که له امریکا سره خپل اختلافات حل کړو، دوی چمتو دي چې افغانستان ته راشي.
 
په یاپنډ کې یې له امریکا سره خبرو ته په اشارې سره وویل: موږ له ۲۰۰۷ کال راهیسې له امریکایانو سره خبرې اترې پیل کړې وې او له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۱ کال پورې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وروستی وتل وو، د امریکا او د اسلامي امارت ترمنځ د ټولو خبرو اترو مشري زما په غاړه وه.
 
شېرمحمد عباس ستانکزي په دې خبرو کې تاييد کړه چې د امريکا او ګاونډيو هېوادونو له خوا د هېواد هوايي حريم تر پښو لاندې کېږي او د هېواد هوايي ځواکونه کافي امکانات نه لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdcaimnu649n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته