دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 259724
د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال لیدنه/ ستانکزي د یو شمېر پاکستاني چارواکو پر تعصبي څرګندونو نیوکې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر اسد عباس سره په کتنه کې وویل چې د ځینو پاکستاني چارواکو څرګندونې د اسلامي امارت د خپګان او اندېښنو لامل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر اسد عباس سره په لیدنه کې ویلی چې د پاکستاني چارواکي کله ناکله داسې څرګندونې کوي چې اسلامي امارت ته زیان رسوي.
 
عباس ستانکزي تر دې مخکې ویلي وو چې افغان حکومت د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او له همدې امله یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د افغانانو پر وقار دې ملنډې ونه وهي.
 
ستانکزي په خپلو تېرو ویناوو کې ویلي وو چې د پاکستان اقتصادي ستونزې د افغانستان د خلکو په فشار او بدنامولو نه شي حل کېدای او د پاکستان حکومت باید د دغه هېواد د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره بله لاره ولټوي.
 
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
 
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت په اړه د ستانکزي سخت دریځ زیات شوی او تل یې د افغانانو په وړاندې د اسلام اباد پر کړنو نیوکې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcewo8wejh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته