کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب کې د مڼو په حاصلاتو کې دوه برابره زياتوالى راغلى دى

10 عقرب 1402 ساعت 10:29

د فارياب ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي دي.


آوا: د مزارشریف سیمه ییز چارواکي وايي، تېر کال د فاریاب له باغونو څخه ۱۵۰ زره ټنه مڼې ترلاسه شوې وې، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېر ۳۰۰ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
 
د فارياب د کرنې رياست د کرنې رييس نور الهدا متوکل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باغدارانو د ستونزو حل او هغوى ته د مشورو ورکول او همدا راز د نباتاتو د آفتونو مخنيوى د بڼوالۍ د زياتوالي له لاملونو څخه دى.
 
ویل کېږي چې د فاریاب مڼې ښه خوند لري او په کورنیو بازارونو کې ډېر پېرېدونکي لري.
 


د مطلب کود: 279588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279588/په-فارياب-کې-د-مڼو-حاصلاتو-دوه-برابره-زياتوالى-راغلى-دى

آوا
  https://www.avapress.com