دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 279588
په فارياب کې د مڼو په حاصلاتو کې دوه برابره زياتوالى راغلى دى
د فارياب ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د مزارشریف سیمه ییز چارواکي وايي، تېر کال د فاریاب له باغونو څخه ۱۵۰ زره ټنه مڼې ترلاسه شوې وې، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېر ۳۰۰ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
 
د فارياب د کرنې رياست د کرنې رييس نور الهدا متوکل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باغدارانو د ستونزو حل او هغوى ته د مشورو ورکول او همدا راز د نباتاتو د آفتونو مخنيوى د بڼوالۍ د زياتوالي له لاملونو څخه دى.
 
ویل کېږي چې د فاریاب مڼې ښه خوند لري او په کورنیو بازارونو کې ډېر پېرېدونکي لري.
 
https://avapress.com/vdcevo8wvjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته