کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د څه دپاسه ٣٨٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنيزو پروژو کار پيل شو

11 عقرب 1402 ساعت 11:08

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په منګجک او مرديان ولسواليو کې د څه باندې ١٧ کيلومترو په اوږدوالي او څه دپاسه ٣٨٩ زره امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو سړکونو د جوړولو کار پيل شوى دى.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو رغنیزو پروژو کې د منګجیک او مردان ولسوالیو د ۱۷ کیلومتره سړکونو بیارغونه، ترمیم، ساتنې او مراقبت شامل دی.
 
د دوی په خبره، د دې پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو او موټرو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
 
دوی همدا راز زیاته کړه، چې د دغو پروژو په پیلېدو سره ۷۲۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۱۲ زره ۲۷۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جوزجان د منګجیک او مندوزیو ولسوالیو اوسېدونکو د خپلو ترانسپورتي لارو په ځانګړي ډول په سړه موسم کې له خرابوالي شکایت کاوه.
 


د مطلب کود: 279663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279663/په-جوزجان-کې-د-څه-دپاسه-٣٨٠-زرو-امريکايي-ډالرو-لګښت-څلورو-رغنيزو-پروژو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com