دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 279663
په جوزجان کې د څه دپاسه ٣٨٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنيزو پروژو کار پيل شو
د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په منګجک او مرديان ولسواليو کې د څه باندې ١٧ کيلومترو په اوږدوالي او څه دپاسه ٣٨٩ زره امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو سړکونو د جوړولو کار پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو رغنیزو پروژو کې د منګجیک او مردان ولسوالیو د ۱۷ کیلومتره سړکونو بیارغونه، ترمیم، ساتنې او مراقبت شامل دی.
 
د دوی په خبره، د دې پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو او موټرو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
 
دوی همدا راز زیاته کړه، چې د دغو پروژو په پیلېدو سره ۷۲۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۱۲ زره ۲۷۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جوزجان د منګجیک او مندوزیو ولسوالیو اوسېدونکو د خپلو ترانسپورتي لارو په ځانګړي ډول په سړه موسم کې له خرابوالي شکایت کاوه.
 
https://avapress.com/vdciq3arpt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته