کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال:

که پاکستان د کډوالو اخراج بند نه کړي، موږ به غبرګون وښيو

11 عقرب 1402 ساعت 11:28

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پاکستان د حکومت دغه چلند یو غیر انساني سیاست بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه هېواد دا کار وکړي اسلامي امارت به غبرګون وښيي.


آوا - کابل: ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې په کابل کې له رسنیو سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه:«پاکستان باید د افغان کډوالو پر وړاندې خپله غیر انساني پالیسي لغوه کړي، که نه نو اسلامی امارت به هم مجبور شي چې غبرګون وښيي."
 
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي امارت غبرګون به څه وي ښاغلي ستانکزي وویل چې تر اوسه څرګنده نه ده؛ خو کابل هڅه کوي چې د دیپلوماتیکو او خبرو له لارې حل کړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې که دا هڅې بریالۍ نه شي نو اسلامي امارت به پریکړه وکړي چې څه وکړي.
 
په همدې حال کې په پاکستان کې د بې اسنادو کډوالو لپاره له هېواده د وتلو مهلت تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد او پاکستاني پولیسو د کډوالو نیول او شړل پیل کړي دي.
 
دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له افغانستانه د ناقانونه کډوالو د جبري ایستلو بهیر به نن چهارشنبه د نومبر لومړۍ نېټه پیل کړي. خو د اسلام اباد پولیسو پرون د ۶۴ ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ.
 


د مطلب کود: 279668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279668/پاکستان-د-کډوالو-اخراج-بند-نه-کړي-موږ-غبرګون-وښيو

آوا
  https://www.avapress.com