دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 279668
که پاکستان د کډوالو اخراج بند نه کړي، موږ به غبرګون وښيو
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پاکستان د حکومت دغه چلند یو غیر انساني سیاست بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه هېواد دا کار وکړي اسلامي امارت به غبرګون وښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې په کابل کې له رسنیو سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه:«پاکستان باید د افغان کډوالو پر وړاندې خپله غیر انساني پالیسي لغوه کړي، که نه نو اسلامی امارت به هم مجبور شي چې غبرګون وښيي."
 
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي امارت غبرګون به څه وي ښاغلي ستانکزي وویل چې تر اوسه څرګنده نه ده؛ خو کابل هڅه کوي چې د دیپلوماتیکو او خبرو له لارې حل کړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې که دا هڅې بریالۍ نه شي نو اسلامي امارت به پریکړه وکړي چې څه وکړي.
 
په همدې حال کې په پاکستان کې د بې اسنادو کډوالو لپاره له هېواده د وتلو مهلت تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد او پاکستاني پولیسو د کډوالو نیول او شړل پیل کړي دي.
 
دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له افغانستانه د ناقانونه کډوالو د جبري ایستلو بهیر به نن چهارشنبه د نومبر لومړۍ نېټه پیل کړي. خو د اسلام اباد پولیسو پرون د ۶۴ ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ.
 
https://avapress.com/vdcd9n0xjyt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته