کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

14 عقرب 1402 ساعت 15:39

د تخار د فواید عامې ریاست په دغه ولایت کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو سړکونو د جوړولو د پروژې د پیل خبر ورکوي.


آوا - مزار شریف: د تخار ولایت د فواید عامې رئیس امیر خان متقي نن (یکشنبه، ۱۴ عقرب) رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پروژه کې د تخار-کندز او کلفګان-کشم د سړکونو بیارغونه او ترمیم شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دوه ميليونه او نهه سوه زره افغانيو په لګښت د بهارک، خواجه غار، دشت رباط او فرخار ولسواليو د مواصلاتي لارو د ترميمولو کار هم پيل شوى دى.
 
د تخار ولايت د فوايد عامې رييس زياته کړه، چې د يادو درېيو پروژو په بشپړېدو سره به د دغه ولايت ډېرى ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.


د مطلب کود: 279829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279829/په-تخار-کې-د-۳۳-میلیونه-افغانیو-ارزښت-درېیو-سړکونو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com