دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 279829
په تخار کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې
د تخار د فواید عامې ریاست په دغه ولایت کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو سړکونو د جوړولو د پروژې د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار ولایت د فواید عامې رئیس امیر خان متقي نن (یکشنبه، ۱۴ عقرب) رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پروژه کې د تخار-کندز او کلفګان-کشم د سړکونو بیارغونه او ترمیم شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دوه ميليونه او نهه سوه زره افغانيو په لګښت د بهارک، خواجه غار، دشت رباط او فرخار ولسواليو د مواصلاتي لارو د ترميمولو کار هم پيل شوى دى.
 
د تخار ولايت د فوايد عامې رييس زياته کړه، چې د يادو درېيو پروژو په بشپړېدو سره به د دغه ولايت ډېرى ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
https://avapress.com/vdccioqio2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته