کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسيايي ازادو سياليو د پنځم پړاو اتلولي خپله کړه

15 عقرب 1402 ساعت 12:40

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا د ازادو تکواندو سیالیو د پنځم پړاو اتلولي د پاکستان په کوربه توب وګټله.


آوا - کابل: د هېواد د تکواندو فدراسیون په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د پاکستان په کوربه توب د اسیا د ازادو تکواندو سیالیو د پنځم پړاو اتلولي خپله کړه.
 
د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د هېواد ملي لوبغاړي دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي او محمد بشیر ترکي د غوره روزونکي او محسن رضايي په دې سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په کوربه توب د نړۍ د ۲۳ هېوادونو ترمنځ د «G2» په نوم د اسيا د تکواندو د پرانيستې سيالۍ په اسلام اباد کې پيل شوې وې.


د مطلب کود: 279877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279877/د-افغانستان-تکواندو-ملي-لوبډلې-اسيايي-ازادو-سياليو-پنځم-پړاو-اتلولي-خپله-کړه

آوا
  https://www.avapress.com