دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 279877
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسيايي ازادو سياليو د پنځم پړاو اتلولي خپله کړه
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا د ازادو تکواندو سیالیو د پنځم پړاو اتلولي د پاکستان په کوربه توب وګټله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د تکواندو فدراسیون په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د پاکستان په کوربه توب د اسیا د ازادو تکواندو سیالیو د پنځم پړاو اتلولي خپله کړه.
 
د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د هېواد ملي لوبغاړي دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي او محمد بشیر ترکي د غوره روزونکي او محسن رضايي په دې سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په کوربه توب د نړۍ د ۲۳ هېوادونو ترمنځ د «G2» په نوم د اسيا د تکواندو د پرانيستې سيالۍ په اسلام اباد کې پيل شوې وې.
https://avapress.com/vdcfe1d0ew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته