کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریز مارکېټ پرانیستل

16 عقرب 1402 ساعت 10:16

د جوزجان ځايي چارواکي په شبرغان ښار کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکوي.


آوا – مزارشریف: د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د "مخدومزاده" سوداګریز مارکیټ پرون دوشنبه د عقرب په ۱۵مه د مرستیال والي، د دغه ولایت چارواکو او یو شمېر کسانو په حضور کې پرانیستل شو. 
 
د جوزجان ولایت مرستیال مولوي نورالدین عمیر د دغه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو پر مهال وویل: اسلامي امارت د ملي سوداګرو ملاتړ ته ژمن دی او ملي سوداګر باید په هېواد کې پانګونه وکړي. ځکه چې د یو هیواد پرمختګ د هغه په ​​وګړو پورې اړه لري.
 
د مخدومزاده ساختماني شرکت استازي نوراحمد هم وويل، چې دغه مارکېټ په ټوليز ډول د ٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې، چې ٤٠ پلورنځي لري، په شپږو مياشتو کې د ټولو معيارونو او اړتياوو په نظر کې نيولو سره جوړ شوى دى.
 
 
د شبرغان ښار اوسېدونکو هم د دغه مارکېټ د پرانېستلو تود هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې د دغه ډول مارکېټونو جوړول او پرانيستل نه يواځې د سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابروي، بلکې د ښار په ظاهري او ښکلا کې هم ډېر اغېزمن تمامېږي.
 
د جوزجان اوسېدونکو هم له ملي سوداګرو غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي، څو د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې هم په شبرغان ښار کې يو بل سوداګريز مارکېټ پرانيستل شو.


د مطلب کود: 279924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279924/په-جوزجان-کې-د-۳۴-میلیونه-افغانیو-لګښت-سوداګریز-مارکېټ-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com