دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 279924
په جوزجان کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریز مارکېټ پرانیستل
د جوزجان ځايي چارواکي په شبرغان ښار کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس – مزارشریف: د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د "مخدومزاده" سوداګریز مارکیټ پرون دوشنبه د عقرب په ۱۵مه د مرستیال والي، د دغه ولایت چارواکو او یو شمېر کسانو په حضور کې پرانیستل شو. 
 
د جوزجان ولایت مرستیال مولوي نورالدین عمیر د دغه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو پر مهال وویل: اسلامي امارت د ملي سوداګرو ملاتړ ته ژمن دی او ملي سوداګر باید په هېواد کې پانګونه وکړي. ځکه چې د یو هیواد پرمختګ د هغه په ​​وګړو پورې اړه لري.
 
د مخدومزاده ساختماني شرکت استازي نوراحمد هم وويل، چې دغه مارکېټ په ټوليز ډول د ٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې، چې ٤٠ پلورنځي لري، په شپږو مياشتو کې د ټولو معيارونو او اړتياوو په نظر کې نيولو سره جوړ شوى دى.
 
 
د شبرغان ښار اوسېدونکو هم د دغه مارکېټ د پرانېستلو تود هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې د دغه ډول مارکېټونو جوړول او پرانيستل نه يواځې د سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابروي، بلکې د ښار په ظاهري او ښکلا کې هم ډېر اغېزمن تمامېږي.
 
د جوزجان اوسېدونکو هم له ملي سوداګرو غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي، څو د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې هم په شبرغان ښار کې يو بل سوداګريز مارکېټ پرانيستل شو.
https://avapress.com/vdcir3ar5t1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته