کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو

16 عقرب 1402 ساعت 10:50

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، په نږدې راتلونکي کې به په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل نن (سه شنبه، د لړم ۱۶مه) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي؛ په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو.
 
نوموړي دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ترکيه، ايران، ازبکستان او پاکستان کې د افغانستان کونسلګريو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې وه.


د مطلب کود: 279931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279931/په-دوبۍ-کې-د-افغانستان-قونسلګرۍ-پاسپورټ-وېش-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com