دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 279931
په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، په نږدې راتلونکي کې به په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل نن (سه شنبه، د لړم ۱۶مه) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي؛ په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو.
 
نوموړي دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ترکيه، ايران، ازبکستان او پاکستان کې د افغانستان کونسلګريو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې وه.
https://avapress.com/vdcgwy9xqak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته