کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ټول هېواد کې د اړو ماشومانو لپاره ۳۵ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي

17 عقرب 1402 ساعت 12:37

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ټول هېواد کې يې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې شخصي ښوونځيو ته د تګ توان نه لري، ٣٥ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ادارې په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دغې ادارې په ټول هیواد کې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې خصوصي ښوونځي نه شي کولای ۳۵ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې په جلال اباد ښار کې ۲۳۳ زده کوونکو د افغاني سرې میاشتې په تعلیمي مرکزونو کې نوم لیکنه کړې ده.
 
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې تر اوسه له دغو ښوونیزو مرکزونو څخه ۴۵ تنه محصلین فارغ شوي او ۱۸۸ تنه نور د اسلامي علومو، سیرت النبی، سواد، ریاضي، انګلیسي ژبې او کمپیوټر په ګډون په بېلابېلو څانګو کې په زده کړو بوخت دي.


د مطلب کود: 280016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280016/د-افغاني-سرې-میاشتې-ټولنې-په-ټول-هېواد-کې-اړو-ماشومانو-لپاره-۳۵-ښوونیز-مرکزونه-جوړ-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com