دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 280016
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ټول هېواد کې د اړو ماشومانو لپاره ۳۵ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ټول هېواد کې يې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې شخصي ښوونځيو ته د تګ توان نه لري، ٣٥ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ادارې په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دغې ادارې په ټول هیواد کې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې خصوصي ښوونځي نه شي کولای ۳۵ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې په جلال اباد ښار کې ۲۳۳ زده کوونکو د افغاني سرې میاشتې په تعلیمي مرکزونو کې نوم لیکنه کړې ده.
 
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې تر اوسه له دغو ښوونیزو مرکزونو څخه ۴۵ تنه محصلین فارغ شوي او ۱۸۸ تنه نور د اسلامي علومو، سیرت النبی، سواد، ریاضي، انګلیسي ژبې او کمپیوټر په ګډون په بېلابېلو څانګو کې په زده کړو بوخت دي.
https://avapress.com/vdccsxqie2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته