کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان څخه اتیا سلنه ایستل شوی افغانان د استوګنې معتبر اسناد لري

20 عقرب 1402 ساعت 11:13

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له بهیر وروسته، د دغه هیواد ځینو رسنیو اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه د افغانستان پولې ته د ایستل شوي ۸۰ سلنه افغانان د اوسیدو معتبر اسناد لري.


آوا - کابل: پاکستانۍ ورځپاڼې "ډان نیوز" اعلان کړی چې له پاکستان څخه د اخراج لپاره ترانزیتي مرکزونو ته استول شوي تر ۸۰ سلنې زیات د هویت اسناد لري.
 
د دې خپرونې له مخې، ډېری افغان کډوال نه غواړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.
 
دې خپرونې د سرچینو په حواله ویلي، چې په ځینو مواردو کې پاکستاني چارواکي د افغانانو اعتباري کارتونه ضبطوي او بیا یې د اخراج لپاره ترانزیتي مرکزونو ته لېږدوي.
 
د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغه هېواد کې د مېشتو افغان اتباعو د اخراج په لومړي پړاو کې به یوازې هغه افغانان چې په بشپړ ډول له اسنادو پرته ژوند کوی بېرته خپل هېواد ته استوي.
 
په همدې حال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.


د مطلب کود: 280152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280152/د-پاکستان-څخه-اتیا-سلنه-ایستل-شوی-افغانان-استوګنې-معتبر-اسناد-لري

آوا
  https://www.avapress.com